ایکنا نیوز د عربی ۲۱له قوله راپور راکړ،د هارورډ پوهنتون دعلمي پلاوي څه دپاسه ۵۰۰ وګړو دپوهنتون له مشر کلوډین ګي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ چې د یکشنبې په ورخې ئې دغزې تړانګې د مظلومو خلکو په ملاتړ کې په اجباری توګه استعفی اعلان کړې ده .
ددغه پوهنتون دعلمي پلاوي غړو د امریا د کانګرس د کاری ځواک او زده کړې د کمیشن په وړاندې ددغه پوهنتون د مشر له احضاریدا وروسته له غزې څخه دهغه د ملاتړ په باب یو طومار لاسلیک کړ.
دهغه راپور په اساس چې نیوزویک ورځپاڼې خپور کړی دی ، په کانګرس کې د پلټنې په غونډې کې د ښونې د کمیشن یو شمیر غړو دنوي انتفاضې لپاره د محصیلیو له مظاهره چیانو ته دعوت ، ددرستې نړۍ او اسرائیلو د یهودیانو په ضد دنسل وژنې جنایتونو ته لمسونې ته ورته وباله.
له دې وروسته د کانګرس دښونې کمیشن د پوهنتون د مشر په توضیحاتو قانع نه شو او له هغه ئې وغوښتل چې استعفی دې ورکړي .
د هارورډ پوهنتون د علمي پلاوي څه دپاسه ۵۰۰ غړي هم سره غونډ شول څو له غه خپل ملاتړ اعلان کړي .
دوي یو اوږد طومار لاسلیک کړ او د هغه سیاسي دباؤنو په وړاندې ئې تر ټولو سخت ممکن مقاومت چې په هارورډ پوهنتون کې له پوهنتوني آزادۍ سره په تضاد کې دی ،غوښتونکي شول .
نیوز ویک لیکلی دي ،تمه کیږي چې د پوهنتون مدیره پلاوی چې د هارورډ پوهنتون په مشر او نورو غړو مشتمل دی ، نن یوه غونډه جوړه کړي او په نهایت کې دپوهنتون د مشر نوي دنده وټاکي.